د سمنګان ولایت روغتیايي مرکزونو ته د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت څه باندې ۴۰ قلمه طبي توکي وسپارل شول
دغه طبي توکي د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ د MMRCA مؤسسې په همکارۍ پېرل شوي وو او د سپارلو مراسم يې د سیمهییزو مسؤلینو او اړوندو ادارو د استازو په شتون کې ترسره شول.
په دې مراسمو کې مسؤلینو د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو پياوړتیا برخه کې د دغو مرستو پر ارزښت ټینګار وکړ، د یونیسف ادارې او MMRCA دفتر له همکاریو یې مننه وکړه او د روغتیايي مرکزونو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه یې د دولتي ادارو او همکارو مؤسسو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د سمنګان ولایت د عامې روغتیا رئیس، مولوي لطفالله حبیبي ډاډ ورکړ، چې سپارل شوي طبي توکي به د اړتیاوو او لومړیتوبونو له مخې پر مستحقو روغتیايي مرکزونو ووېشل شي او په اغېزمنه او شفافه توګه به ترې ګټه واخیستل شي.
