د شمال زون د کلینیکونو آمرینو او د خیرخانې ۱۰۲ بستریز روغتون مسلکي کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه ترسره شول
د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست، د افغاني سرې میاشتې ټولنې په همغږۍ، د شمال زون د کلینیکونو آمرینو ته د پوهاوي لوړونې او چلند بدلون (BCC) تر سرلیک لاندې پنځه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره کړ.
په دغه روزنیز پروګرام کې د شمال زون د کلینیکونو ۲۰ تنو آمرینو ګډون کړی و، چې په ترڅ کې یې د روغتیايي پوهاوي کچې لوړولو او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالي د ښه والي په موخه اړین معلومات او مسلکي مهارتونه ورزده شول.
همدارنګه، د ظرفیت لوړونې ریاست مسلکي روزونکو د کابل د خیرخانې ۱۰۲ بستریز روغتون ۳۶ تنو مسلکي کارکوونکو ته د انتاناتو مخنیوي او کنټرول (IPC) په برخه کې څلور ورځنی روزنیز پروګرام هم ترسره کړ.
