د شینوارو ولسوالۍ غني خېلو ۷۵ بستریز روغتون ته د یو سوداګر له لوري د ۱۱ زره امریکایي ډالرو په ارزښت یو عراده امبولانس واخیستل شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۳:۳۹
moph

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف په هڅو د شینوارو ولسوالۍ یو تن ملي سوداګر اباسین شینواري له لوري د یادې ولسوالۍ اړوند غني خېلو ۷۵ بستریز روغتون ته د ۱۱ زره امریکایي ډالرو په ارزښت یو عراده مجهز امبولانس واخیستل شو، چې د یو شمېر مسؤلینو په شتون کې یاد روغتون ته وسپارل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د ملي سوداګر د دې اقدام ستاینه وکړه او په نورو سوداګرو یې غږ وکړ، چې د روغتیایي سکټور په پیاوړتیا کې خپله ونډه واخلي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۷
Background image

د ابن سینا صدري، ملالۍ، رواني روغتیا، کیور او نور IAM په تخصصي روغتونونو کې د اکمال تخصص پروګرام د پرمختګ درېیم پړاو نظارت ترسره شو

دا نظارت د اکمال تخصص پروګرام د نیمګړتیاوو او متخصصو ټرینرانو او ټريني ډاکټرانو د ستونزو حل په موخه د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د عملیاتي ریاست د نظارتي ټیمونو له لوري د ابن سینا صدري،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۵۵
Background image

د اقاخان خیریه بنسټ له لوري د تخار ولایتي روغتون سره د شاوخوا یو نیم میلیون افغانیو په ارزښت د ۷۶ قلمه اړینو درملو مرسته وشوه

دغه درمل د تخار عامې روغتیا رئیس مولوي شیخ میر صدام، د آقاخان خیریه بنسټ مسؤلینو او د ولایتي روغتون د استازو په شتون کې یاد روغتون ته وسپارل شول.

د تخار ولایت د عامې روغتیا رئیس د. . .

BACK TO NEWS