د عامې روغتيا وزارت د ټولنې پر کچه د لومړنيو روغتيايي خدمتونو آمريت له خپلو اړوند کاري شريکانو سره د همغږۍ غونډه (Task Force Meeting) تر سره کړه
په دې غونډه کې چې د ناروغيو د کنټرول او مخنيوي لوی، رئيس ډاکټر احمد سیر پاڅون په مشرۍ تر سره شوه، د اړوندو کاري شريکانو له لوري د تر سره شويو فعاليتونو راپورونه شريک او ګډونوالو ته د ټولنې پر کچه د لومړنيو خدمتونو امريت له لوري د تر سره شويو نظارتونو په پايله کې د ستونزو د حل په موخه اړينې سپارښتې وشوې.
همداراز، د تېرې ربعې د درملو د ورکړې اساسي او بیا تازه کوونکو روزنو (ریفریشر ټرېنینګونو) په اړه بحث او خبرې وشوې او د راتلونکو روزنیزو برنامو د ښه تنظیم او پلي کېدو په موخه پر اړینو اقداماتو ټینګار وشو.
