د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه ليدنه ترسره او هم یې د یاد انستیټوټ له رییس ډاکټر محمد قاسم"عادل" سره ولایتونو کې د شپږ نویو جوړېدونکو طبي انسټیټیونو د تشکيل په اړه ناسته ترسره کړه.
په دغه ناسته کې د بشري سرچینو عمومي رییس ښاغلي عرفان الله کریمي لارښوونه وکړه چې د نویو جوړېدونکو انستیټوټونو تشکیل لپاره يوه تخنيکي کميټه جوړه څو یې چارې ژر بشپړې او د ولسونو لپاره د خدماتو جوګه شي.
بل خوا په یاده ناسته کې د پوهان غضنفر انستیټوټ رییس ډاډ څرګند چې د کمیټې له جوړېدو وروسته به یادې چارې پر وخت ترسره شي.