د عامې روغتیا وزارت اړوند، د مرکز کابل په ۱۰۲ بستریز روغتون کې د خوارځواکو ماشومانو د درملنې څانګه پرانیستل شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۹:۴۰
MOPH

په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د دې وزارت د مرکزي ریاستونو یو شمېر رئیسانو او ګڼ شمېر روغتیا پالانو ګډون درلود.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په ۱۰۲ روغتون کې د خوارځواکو ماشومانو د درملنې څانګې په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او د یادې څانګې  پرانیسته یې د روغتیايي خدمتونو په کیفیت لوړولو  په تېره بیا د خوارځواکو ماشومانو د درملنې په برخه کې مهم ګام وباله او د یاد روغتون له پرسونل یې وغوښتل، چې د نورو برخو ترڅنګ دې برخې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي؛ ترڅو د ناروغانو معیاري درملنه وشي.

د یادونې وړ ده، چې یاده څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي لګښت جوړه شوې او شل بستره لري.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر او د روسیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد له سفیر، ښاغلي دیمیتري ژیرنوف (Dmitry Zhirnov) او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه:

د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ورزشي ادارو په ګډه د اعتياد مخنیوي او د روغ شوي کسانو د بیا رغونې لپاره هڅې ګړندۍ کړې

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون له لوري، د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست سره په همغږۍ، د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د تداوي شويو ناروغانو د بیا. . .

BACK TO NEWS