د عامې روغتیا وزارت د اتو ولایتونو د نظارت برخې ۲۰ تنو کارکوونکو ته درې ورځنۍ روزنیزه دوره ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۸
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د لوګر، پنجشېر، نورستان، خوست، پروان، کاپیسا، لغمان او میدان وردګو ولایتونو د نظارت برخې ۲۰ تنو کارکوونکو ته درې ورځنۍ روزنیزه دوره ترسره شوه.

د دغې روزنیزې دورې موخه د نظارت په برخه کې د کارکوونکو د مسلکي پوهې او عملي وړتیاوو لوړول، د نظارتي فعالیتونو اغېزمنتیا او د کاري بهیرونو ښه‌والی و؛ څو ګډونوال وکولای شي، خپلې اړوندې دندې په اغېزمنه او معیاري توګه ترسره کړي.

یاده دوره د ظرفیت لوړونې ریاست د مسلکي روزنیزو فعالیتونو په چوکاټ کې، د نظارتي چارو د معیاري کولو، د کارکوونکو د مسلکي مهارتونو پراختیا او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه‌والي په موخه ترسره شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته دوه پرمختللي اکسری ماشینونه وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د ۱۴۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه پرمختللي اکسری ماشینونه پېرل شوي او د غزني او بادغیس ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د سلیم نیچرل فابریکې اړوند ۳۵۲۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

یاد درمل چې دوه قلمه وو، یو قلم یې ۱۳ زره او ۳۰۰ بوتله او بل قلم یې ۷ زره بوتله درمل وو، چې د درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ازموینو پایلو کې بې کیفیته او منفي ثابت شوي وو، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د خوړو او درملو معینیت اداري غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د درملو اړوندو برخو رئیسانو، مشاورینو او تخنیکي، حقوقي او اداري متخصصینو سره اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

BACK TO NEWS