د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د کابل پوهنتون د فارمسي او کرنې پوهنځیو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د علمي، تخنیکي او څېړنیزو همکاریو د پراختیا په موخه د کابل پوهنتون د فارمسي او کرنې پوهنځیو سره درې کلن دوهاړخیز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د هوکړه لیکونو د لاسلیک په مراسمو کې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس مولوي عبدالبصیر قانع، د یاد معینیت یو شمېر متخصصینو، د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي رئیس پوهاند آقا محمد ژکفر، د کرنې پوهنځي رئیس پوهندوی صفيالله جوهر او د دواړو پوهنځیو استادانو او مسؤلینو ګډون درلود.
د دغو هوکړه لیکونو له مخې به دواړه پوهنځي د مشکوکو نمونو لابراتواري ازموینو، د علمي او مسلکي ظرفیتونو لوړولو، د علمي سیمینارونو او کنفرانسونو جوړولو، د محصلینو لپاره د عملي زدهکړو زمینې برابرولو او د علمي تجربو تبادلې په برخو کې همکاري کوي.
د یادو هوکړه لیکونو لاسلیک د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت کنټرول او تنظیمي چارو د پیاوړتیا او د علمي او اکاډمیکو بنسټونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا په موخه ترسره شو.
