د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ پنځلسمه ناسته تر سره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۳:۵۸
moph

دا ناسته د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ، د وزارت د مرستیالانو، مقام د دفتر لوی رئیس، مرکزي رئیسانو او مشاورینو په شتون کې ترسره شوه، چې په کې د تطبیق کوونکو مؤسسو له لوري د وړاندې کېدونکو خدمتونو د ښه والي، نوې ودانۍ ته د سرطاني ناروغیو درملنې روغتون د انتقال، د ولسوالیو په کچه د عمومي روغتونونو جوړېدو برخه کې د چارو چټکتیا، د خصوصي روغتیايي سکټور څخه په ګډ نظارت، روغتونونو ته د اعتبار ورکولو سندونو او روغتیايي کارکوونکو ته د فعالیت جوازونو د ورکړې پر څرانګوالي، تدارکاتي چارو د چټکتیا او د ادارو تر منځ د لا زیاتې همغږۍ اړوند بحث او خبرې تر سره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د پورته ذکر شویو موضوعاتو د چارو چټکتیا په موخه بېلا بېلې تخنیکي کمېټې وګمارلې؛ ترڅو پر ټاکلي وخت او سمه توګه ورته رسېدنه وشي.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت مرستیالانو او مرکزي رئیسانو د هغه مسؤلیتونو برخه کې د پرمختګونو راپور وړاندې کړ، چې د رهبرۍ شورا په تېره ناسته کې دوی ته سپارل شوي وو او ټینګار وشو، چې ذکر شویو موضوعاتو ته پر ټاکلي وخت رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۹:۵
Background image

د پولیو وضعیت او د رسنیو رول په اړه د خبریالانو او سکتوري ادارو د ویندویانو لپاره معلوماتي او روزنیز ورکشاپ ترسره شو

په دې ورکشاپ کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس ډاکټر عبدالقدوس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۳:۳۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د اندراګاندي ماشومانو روغتون د خدماتو بهیر وڅېړ

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په اندراګاندي د ماشومانو درملنې روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو له بهیر څخه. . .

BACK TO NEWS