د پولیو وضعیت او د رسنیو رول په اړه د خبریالانو او سکتوري ادارو د ویندویانو لپاره معلوماتي او روزنیز ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۹:۵
moph

په دې ورکشاپ کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس ډاکټر عبدالقدوس بریالي، مرکزي رئیسانو د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف مسئولینو، د بېلابېلو ادارو ویاندویانو او ګڼ شمېر خبریالانو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د وقایې او د انسان د ژوند ساتنې پر ارزښت خبرې وکړې او د پولیو واکسین یې د ماشومانو له معیوبیت ژغورنې لپاره اړینه وسیله وبلله.

ښاغلي وزیر زیاته کړه، چې د واکسین په اړه شکونه او بې‌باوري د غلطو معلوماتو له امله رامنځته کېږي نو اړینه ده چې رسنۍ، دیني عالمان او ډاکټران په دې اړه د خلکو ذهنیت روښانه او د خلکو د پوهاوي لپاره پر وخت، دقیق، مثبت او باوري معلومات خپاره کړي.

دغه راز ښاغلي وزیر د وزارت د هڅو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې د هېواد په ټولو سیمو کې د پولیو واکسین ټیمونه منظم فعالیت کوي او د واکسین رسونې لپاره لازم اقدامات ترسره شوي دي.

ښاغلي وزیر  وویل: «افغانستان د پولیو له منځه وړلو په درشل کې دی او د ګډو هڅو په پایله کې به هېواد ډېر ژر د دې ناروغۍ له ګواښ څخه خوندي شي

همدارنګه، په یادو مراسمو کې د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، دیني عالم مولوي محمد یاسین فهیم، د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف مسئولینو هم د پولیو ناروغي د له منځه وړلو په ملي مبارزه کې د همغږۍ، همکارۍ او دوامدارو هلوځلو پر ارزښت ټینګار وکړ او له رسنیو یې غوښتنه وکړه چې د پولیو واکسین د اهمیت په تړاو د خلکو د پوهاوي کچه لوړه کړي.

په یاده ناسته کې د مسئولینو له لوري ګډونوالو ته د پولیو واکسین په اړه بېلا بېل پریزینټیشنونه وړاندې شول؛ چې موخه یې د خلکو تر منځ د پولیو واکسین د اهمیت په اړه د باور فضا رامنځته کول، د شکونو او غلطو تبلیغاتو مخنیوی او د هېواد د ماشومانو د سالم راتلونکي لپاره ګډ ګام پورته کول وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، شیخ محمد طاهر حلیم د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

عامې روغتیا وزارت به د سرطان ناروغۍ مخنیوي برخه کې خپلو هڅو ته دوام وکړي.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۲:۴۹
Background image

د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلی ډاکټر محمد حسن غیاثي د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

سرطان یواځې یوه طبي ستونزه نه ده، بلکې لوی اقتصادي. . .

BACK TO NEWS