د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال کابل کې د بیرته راستنیدونکو هیوادوالو لپاره له روغتیایي مرکز څخه لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۰:۱۷
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل کمپنۍ سیمه کې د بېرته راستېدونکو هېوادوالو لپاره د ځانګړي شوي تم ځای له روغتیايي مرکز څخه لیدنه ترسره کړه.

ښاغلي مرستیال، د یاد مرکز بېلا بېلې څانګې له نږدې ولیدې او روغتیايي کارکوونکو ته یې سپارښد تنه وکړه، چې بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

دغه راز، د تخنیکي ټیم له لوري شته ستونزې په نښه او د حل په موخه د  یاد مرکز له مسؤلینو او روغتیايي کارکوونکو سره شریکي شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۴۲
Background image

د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د طبي شورا لوی رئیس ډاکټر فقیر محمد زیار او يو شمېر نورو مسؤلينو په شتون کې خصوصي روغتونونو ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۳۴
Background image

په جوزجان او خوست ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو، روغتیایي کتنځایونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت چې د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو له لوري ترسره شو، پایله کې یې په جوزجان ولایت کې ۴۷ قلمه بې‌ کیفیته او له نېټې تېر درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي زیرمتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

په شمالي حوزه کې د ۲۰۲۵ هـ ش کال د روټین کتلوي معافیت پروګرام د فعالیتونو بیاکتنې درې ورځنی ورکشاپ تر سره شو

دغه پروګرام د افغانستان د کتلوي معافیت رئیس ډاکټر عبدالحکیم همت په مشرۍ د بلخ، سرپل، جوزجان او سمنګان ولایتونو د کتلوي معافیت مدیرانو، تخنیکي کارکوونکو او د همکارو بنسټونو د استازو په. . .

BACK TO NEWS