د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې او اداري پراختیا ریاست له لوري د ۱۴۸ تنو څخه د خارج مرز اسنادو ازموینه واخیستل شوه

په دې ازموینه کې چې ۱۴۸ تنه نارینه او ښځینه وو ګډون کړی و، د نرسېنګ، قابلګۍ، ټیکنېشن لابراتوار، فارمسۍ، اکسرې، انستیزي، سترګو، غاښونو او نورو برخو کې له ګډونوالو څخه ازموینه واخیستل شوه.
د یادې ازموینې پایلې به تر دوو ورځو د عامې روغتیا وزارت له رسمي نشراتي ادرسونو څخه خپرې شي.