د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري ۲۵ تنو ته د IPC تر عنوان لاندې څلور ورځنی روزنیر ټریننګ ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۳:۱۵
moph

یاد ټریننګ د خوړو نړیوال سازمان په مالي همکارۍ د عامې روغتیا وزارت د پوهاند سید الف شاه غضنفر انسټېټیوټ کې د پکتیا، ارزګان او پنجشېر ولایتونو ۲۵ تنه کارکوونکو ته ترسره شو، چې د مجربو استادانو له لوري په کې ګډونوالو ته عملي او نظري زده کړې ورکړل شوې.

د دغه ټریننګ پر مهال د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې رئیس، دوکتور مجیب الرحمن ماموندزي ګډونوالو ته لازمې سپارښتنې وکړې؛ چې د ټریننګ په ترڅ کې زده کړي موضوعات دې په اړوندو برخو کې پلي کړي؛ ترڅو ټولو ناروغانو ته په غوره توګه روغتیايي خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۷
Background image

د ابن سینا صدري، ملالۍ، رواني روغتیا، کیور او نور IAM په تخصصي روغتونونو کې د اکمال تخصص پروګرام د پرمختګ درېیم پړاو نظارت ترسره شو

دا نظارت د اکمال تخصص پروګرام د نیمګړتیاوو او متخصصو ټرینرانو او ټريني ډاکټرانو د ستونزو حل په موخه د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د عملیاتي ریاست د نظارتي ټیمونو له لوري د ابن سینا صدري،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۵۵
Background image

د اقاخان خیریه بنسټ له لوري د تخار ولایتي روغتون سره د شاوخوا یو نیم میلیون افغانیو په ارزښت د ۷۶ قلمه اړینو درملو مرسته وشوه

دغه درمل د تخار عامې روغتیا رئیس مولوي شیخ میر صدام، د آقاخان خیریه بنسټ مسؤلینو او د ولایتي روغتون د استازو په شتون کې یاد روغتون ته وسپارل شول.

د تخار ولایت د عامې روغتیا رئیس د. . .

BACK TO NEWS