د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري مرستیال د ملي پراختیا ادارې له استازي سره وکتل

Panah_moph
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۹ - ۱۵:۴۹
د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري مرستیال د ملي پراختیا ادارې له استازي سره وکتل

دوشنبه، کب ۹/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمد اسحاق عاصم، نن د یوې ناستې په ترڅ کې د ملي پراختیا ادارې له مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالعلي عادل سره لیدنه او خبرې وکړې.

په دې ناسته کې د روغتیایي پروژو د ننګونو، پرمختګونو او حل لارو باندې چې د ملي پراختیا ادارې له لوري پلي کېږي بحث او خبرې وشوې.

د روغتيا په برخه کې د ملي پراختيا ادارې د پروژو په اړه د ملي پراختيا ادارې مرستيال وويل: هغه روغتيايي پروژې چې پخوا د اسيا پراختيايي بانک له خوا تمويل کېدې او اوس د يادو پروژو کار شاوخوا ٩٠ تر ٨٠ سلنه بشپړ شوى، خو د دې پروژې لګښت نه دی ورکړل شوی او د اسلامي امارت د حکومت له پیل راهیسې، دغه بانک د ملي پراختیا ادارې لخوا لېږل شوي ایمیلونو ته ځواب نه دی ورکړی.

مولوي عبدالعلي عادل د عامې روغتيا وزارت له مشرتابه وغوښتل، چې د يادو پروژو د دوام او مالي لګښت په برخه کې دې له اړونده ادارې سره همغږي وکړي او يا دې له نورو نړيوالو مرستندويه موسسو سره يوې هوکړې ته ورسېږي.

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستيال د دغو پروژو پر دوام ټينګار وکړ او ژمنه يې وکړه چې د اړوندو پروژو په بشپړولو او لګښت کې به همکاري کوي.

دغه راز مولوي عاصم اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه، چې د روغتيايي پروژو د دوام او برخليک معلومولو په اړه د اسيا پراختيايي بانک له استازي سره خبرې وکړي.

د ملي پراختیا اداره په ټول هېواد کې د عامې روغتیا وزارت سره د ۱۸ روغتونونو د جوړولو په برخه کې همکاري کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۴:۲۵
Background image

د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د ناروغیو خپرېدو او هوا ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

یاد نظارت د کابل ښار بېلا بېلو ناحیو کې له یو شمېر خصوصي روغتونونو، هوټلونو، حمامونو، قصابیانو، سلمانیو او صنعتي شرکتونونو څخه ترسره شو، چې په ترڅ کې یې اړوندو مسؤلینو ته د حفظ الصحې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۴:۱۱
Background image

خوست ولایت کې یو روغتیایي مرکز فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د خوست عامې روغتیا ریاست له لوري د دغه ولایت مرکز اړوند سورواک سیمه کې کلونه وړاندې جوړ شوی روغتیايي مرکز فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د خوست عامې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۳:۳۲
Background image

د غزني عامې روغتیا ریاست مسئولینو په دغه ولایت کې ۲۳.۵ ټنه له نېټې تېر  او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه یوړل

د غزني عامې روغتیا ریاست د نظارت او بیا کتنې آمریت مسئولینو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه مرکز غزني کې د  یو شمېر درملتونونو، خوراکي او ارایشي ( سینګار) توکو له پلورنځیو څخه نظارت. . .

BACK TO NEWS