د عامې روغتیا وزارت د مرکزي تخصصي او ثالثي روغتونونو له رئیسانو سره د لا زیاتې همغږۍ، د روغتیايي خدمتونو ښه والي او شته ستونزو حل په موخه میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۳۰
moph

دا غونډه د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي په مشرۍ تر سره شوه، چې د وزارت مرکزي رئیسانو، د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیسانو، سرطبیبانو، او د يادو روغتونونو د تدارکاتو او مالي چارو مسؤلینو په کې ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د مالي او تدارکاتي چارو، لا زیاتې همغږۍ او په روغتونونو کې د شته ستونزو د حل اړوند بحث او خبرې وشوې، چې ګډونوالو د روغتونونو لپاره د ځانګړې شوې بودجې، تدارکاتي پروسو او شته ستونزو په اړه خبرې تر سره او له اړوندو مسؤلینو یې د دغو ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

 د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي، د تدارکاتو رئیس استاد محمد زبیر غالب او د مالي او حسابي ریاست استازو د روغتونونو د مسؤلینو وړاندیزونه او ستونزې واورېدې او د خدمتونو د لا ښه والي، د همغږۍ پیاوړتیا او د شته ستونزو حل په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته دوه پرمختللي اکسری ماشینونه وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د ۱۴۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه پرمختللي اکسری ماشینونه پېرل شوي او د غزني او بادغیس ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د سلیم نیچرل فابریکې اړوند ۳۵۲۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

یاد درمل چې دوه قلمه وو، یو قلم یې ۱۳ زره او ۳۰۰ بوتله او بل قلم یې ۷ زره بوتله درمل وو، چې د درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ازموینو پایلو کې بې کیفیته او منفي ثابت شوي وو، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د خوړو او درملو معینیت اداري غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د درملو اړوندو برخو رئیسانو، مشاورینو او تخنیکي، حقوقي او اداري متخصصینو سره اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

BACK TO NEWS