د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي نیمروز ولایت ته د سفر په ترڅ کې د BPHS ,EPHS ورټیکل پروژو او د خصوصي سکټور له یو شمیر روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره کړ

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۴۸
MOph

یاد نظارت چې موخه یې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او د چارو شفافیت دی، په ترڅ کې یې ډاکټر کریم الله حلیمي او مل تخنیکي ټیم د نیمروز ولایتي روغتون، دولتي او خصوصي روغتیایي مرکزونو څخه لیدنه وکړه، ستونزې او نیمګړتیاوې یې په نښه او حل په موخه له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړې؛ تر څو هېوادوالو ته باکیفیته او معیاري خدماتو وړاندې شي.

دغه راز، د نظارت رئیس روغتیایي کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وکړې، چې د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې او غوره درملنې سربېره هغوی سره ښه چلند وکړي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د افغانستان د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو نوي سند د بیاکتنې او نهایي کولو په موخه د رهبرۍ او تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

ياده غونډه چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختيا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي په مشرۍ د وزارت مرکزي رئیسانو، یونیسف نړيوالې ادارې، روغتیا نړیوال سازمان او د یو شمېر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۲۱
Background image

د غور ولایت په ۸ روغتیايي مرکزونو کې د لمریزې برېښنا سیسټمونو د نصب چارې پیل شوې

یادې چارې د ۴۰۶ زره امریکايي ډالره په ارزښت د غور عامې روغتیا ریاست په همغږۍ او همکارۍ د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په مالي ملاتړ پیل شوې، چې د برېښنا د تولید ظرفیت یې د هر. . .

BACK TO NEWS