د عامې روغتیا وزارت د نن دوشنبې ورځې د یو شمېر مهمو فعالیتونو لنډیز
1. په کندهار، زابل او ارزګان کې د نږدې ۲۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د څلورو عمومي روغتونونو د جوړېدو بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
2. په لوګر کې د لنډ قدۍ او خوارځواکۍ د کمولو په موخه له AYSO مؤسسې سره د ۳۶۸ زره او ۸۷۰ ډالرو هوکړهلیک لاسلیک شو.
3. د کندهار د میرویس سیمهییز روغتون د بیا رغونې د افر پرانیستې پروسه ترسره شوه.
4. د معلولیت او بیارغونې د معلوماتي سیستم د پیاوړتیا په موخه د عامې روغتیا وزارت او سره صلیب نړیوالې کمېټې ترمنځ ناسته وشوه.
5. د «خوراکي توکو په تأمین کې د خطر او بحران مدیریت» درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو.
6. په راډیولوژي انسټېټیوټ کې د الټراساونډ زدهکړو دوهم ټولګی پرانیستل شو.
7. د عامې روغتیا مدیریت او مسلکي اخلاقو اووه ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
8. د عامې روغتیا وزارت پلاوي د عاجل ابنسینا روغتون له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه.
د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست!