د عامې روغتیا وزارت د همغږۍ غونډه د تطبیق کوونکو مؤسسو له مسؤلینو سره په هلمند کې ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۸:۴۳
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت او مل تخنیکي ټیم هلمند ته د سفر پر مهال د تطبیق کوونکو مؤسسو له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه

په یاده غونډه کې چې د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس ډاکټر عنایت الله عنایت، د هلمند د عامې روغتیا رئیس مولوي فضلي احمد شفیع الله هم ګډون درلود، د مالي او اداري چارو مرستیال پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ او د تطبیق کوونکو مؤسسو مسؤلینو ته وویل: ( چې خپلې دندې په صداقت او ایماندارۍ مخته یوسئ، د ځان خیر د ټولنې په خیر کې ولټوئ، امکانات سم وکاروئ او د هېواد د پرمختګ او هوساینې لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړئ؛ تر څو هېواد مو له نړۍ سره سیال شي.)

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس ډاکټر عنایت الله عنایت د مؤسسو مسؤلینو ته د درملو انتقالاتو، خالي بستونو د ازموینو اخیستلو پر شفافې پروسې او د عامې روغتیا ریاست سره د پرپوزل په شریکولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۵:۴۲
Background image

د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزارت له لوري د نړیوال روغتیايي پوښښ غونډه د «سالم نسل، سالم راتلونکی، سالم اقتصاد» تر شعار لاندې ترسره شوه

په دې غونډه کې د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج شیخ محمد طاهر حلیم، د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د نړیوال روغتیایي پوښښ اړوند پروګرام د "سالم نسل، سالم راتلونکی، سالم اقتصاد" تر شعار لاندې جریان لري!

د رهبرۍ په پیغام کې ویل شوي چې د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته په هېواد کې روغتیايي پوښښ پراخ شوی او د خلکو لاسرسی روغتیايي خدماتو ته زیات شوی دی.

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۳:۵۸
Background image

د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت په تېره یوه میاشت کې لاندې نظارتي فعالیتونه ترسره کړي دي

د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت نظارتي ټیمونو د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې له ۱۵۰ بابه درملیزو او خوراکي تأسیساتو څخه نظارت ترسره کړی دی؛ دغه نظارت د بلخ د عامې. . .

BACK TO NEWS