د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ښاغلي ډاکتر عنایت الله عنایت په مشرۍ د خصوصي سکټور د روغتیایي مرکزونو د ستونزو حل په موخه د همغږۍ غونډه تر سره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۱۳:۹
moph

په یاده غونډه کې د خصوصي سکټور د همغږۍ رئیس ښاغلي داکتر احمد خندان، د روغتیايي تاسیساتو د پلټنې رئیس ښاغلي مولوي محمود الله زاهد، د طبي شورا د ډاکترانو او روغتیايي کارکونکو د ثبت او جواز صادرولو ریئس ښاغلی حمدالله قاضي پامیر صاحب زاده او د اړوندو ریاستونو د تخنیکي او نظارتي برخو استازو ګډون درلود

په دغه غونډه کې چې موخه یې د ګډ نظارت د فعالیتونو ارزونه، د شته ستونزو تحلیل او د دوامدارې همغږۍ د پیاوړتیا لپاره د حل لارو موندل وو، پر مهال یې د ګډ نظارت مسئولینو له لوري د روانو فعالیتونو په اړه تفصیلي راپور وړاندې شو، چې په رڼا کې يې د خصوصي روغتونونو او کلینیکونو د خدماتو د معیاري کولو، د باکیفیته او دوامداره نظارت، او د عامه او خصوصي سکټور ترمنځ د همکارۍ د لا پیاوړتیا لپاره مهم وړاندیزونه شریک شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۳:۲۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل په ۵مه او ۱۳مه ناحیه کې د مخابراتي شرکتونو له آنتنونو څخه نظارت ترسره شو

د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو ساتنې امريت له لوري د کابل ښار په ۵مه او ۱۳مه ناحیه کې د مخابراتي شرکتونو له آنتنونو څخه نظارت ترسره شو، چې په ترڅ کې یې اړوندو مسؤلینو ته د روغتیا. . .

BACK TO NEWS