د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ بورډ دیارلسمه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۱:۵
moph

یاده ناسته د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د وزارت مرستیالانو او رئیسانو په شتون کې ترسره شوه، چې په کې د تېرو ناستو د پرېکړو، تشکیلاتي جوړښت د ښه والي، د HMIS او DHIS2 سیستم، د ساحوي اپیډیمیولوژي برنامې د بیا ځلي پيل، د ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او ورته نورو مهمو موضوعاتو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ذکر شویو موضوعاتو د چارو چټکتیا په موخه بېلا بېلې تخنیکي کمېټې وګمارلې؛ ترڅو پر ټاکلي وخت او سمه توګه ورته رسېدنه وکړي.

دغه راز، د روغتیا وزارت مرستیالانو او مرکزي رئیسانو د هغه مسؤلیتونو راپور وړاندې کړ، چې د رهبرۍ شورا په تېره ناسته کې ورسپارل شوي وو همدارنګه د رهبرۍ له لوري ټینګار وشو، چې ذکر شویو موضوعاتو ته پر ټاکلي وخت رسېدنه ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د عدلي طب ریاست په تخنیکي همکارۍ د ختیځ زون د عدلي طب مسؤلینو او ډاکټرانو ته د کتلوي پېښو مدیریت تر سرلیک لاندې ۵ ورځنی ټریننګ پیل شو

د یاد ټریننګ د پرانېستې پر مهال د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف وویل: (عدلي طب یو مهم او حساس مسلک دی، نو د قضیو د څېړلو پر مهال د ریښتینولۍ اصل په نظر کې نیولو سره له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت له رئیسانو او کارکوونکو سره د چارو ښه والي او پر وخت تر سره کېدو په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د مقام دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، مرکزي رئیسانو او د وزارت کارکوونکو شتون درلود، د. . .

BACK TO NEWS