د عامې روغتیا وزارت له رئیسانو او کارکوونکو سره د چارو ښه والي او پر وخت تر سره کېدو په موخه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۲
MOPH

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د مقام دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، مرکزي رئیسانو او د وزارت کارکوونکو شتون درلود، د چارو پر ښه والي، پر وخت اجراآتو او غوره مدیریت ټینګار وشو.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال د یوې ادارې لپاره غوره مدیریت اساس وباله او له اړوندو مسؤلینو او کارکوونکو څخه یې وغوښتل، چې له تعهد، صداقت او امانتدارۍ سره خپلې دندې په ټاکلي وخت ترسره کړي.

همدارنګه، د مقام دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم اسلامي نظام سره د وفادارۍ، تعهد، متقابل احترام، اداري رسمي کارونو ته د ښې رسېدنې، د وخت ضایع کېدو مخنیوي او له اسلامي شریعت سره سم د ظاهر او باطن جوړولو په اړه هر اړخیزه وینا ترسره او له مسؤلینو او کارکوونکو یې وغوښتل، چې یاد ټکي په پام کې ونیسي او د عملي کېدو لپاره یې لا زیاتې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS