د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ بورډ ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۱:۶
MOPH

یاده ناسته د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د وزارت مرستیالانو او رئیسانو په شتون کې ترسره شوه، چې په کې د تېرو ناستو د پرېکړو، اکمال تخصص برنامې پخوانیو فارغانو ته د اکمال تخصص فراغت نوي سندونو د ورکړې، تخار ولایت کې د سیمه ییزو کلینیکونو فعالیت، کمپرهنسیف ازموینې ۵۰۰ فارغ متخصیصینو ته د تخصصي سندونو د وېش او د عدلیې طب ټریني ډاکټرانو لپاره د کلینیکي تخصص اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د پورته ذکر شویو موضوعاتو د چارو چټکتیا په موخه بېلا بېلې تخنیکي کمېټې وګمارلې؛ ترڅو پر ټاکلي وخت او سمه توګه ورته رسېدنه وشي.

په دې ناسته کې دغه راز، د روغتیا وزارت مرستیالانو او مرکزي رئیسانو د هغو مسؤلیتونو راپور وړاندې کړ، چې د رهبرۍ شورا په تېره ناسته کې دوی ته سپارل شوي وو او ټینګار وشو چې ذکر شویو موضوعاتو ته پر ټاکلي وخت رسېدنه ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۱:۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ بورډ ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د وزارت مرستیالانو او رئیسانو په شتون کې ترسره شوه، چې په کې د تېرو ناستو د پرېکړو، اکمال تخصص برنامې پخوانیو فارغانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۲:۲۲
Background image

د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړولو  تدارکاتي چارې په چټکۍ سره پر مخ روانې دي

 د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت په شتون کې د ولسوالیو په کچه د ۳۱۸ عمومي روغتونونو د جوړېدو په موخه د یوې شفافې پروسې له لارې تدارکاتي چارې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۳:۳۷
Background image

سمنګان عامې روغتیا ریاست سره د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اړینو طبي او غیر طبي وسایلو مرسته وشوه

یاده مرسته چې د یونیسف ادارې له لوري شوې، په کې ۱۰۵ قلمه اړین طبي او غیر طبي وسایل شامل وو، چې د سمنګان عامې روغتیا رئیس، ملا محب الله بهاري په شتون کې یاد ریاست ته وسپارل شو.

د یادونې. . .

BACK TO NEWS