د عامې روغتیا وزارت له لوري بلخ عامې روغتیا ریاست ته ۱۲ قلمه د هیموډیالیز برخې درمل او اړین روغتیايي توکي وسپارل شول
یاد درمل او توکي چې مجموعي قیمت یې څه باندې ۲.۵ میلیونه افغانۍ کېږې، د بلخ ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون هیموډیالیز څانګې ناروغانو د درملنې برخه کې به ورڅخه کار اخیستل کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د تېرو کلونو په پرتله د بلخ سیمه ییز روغتون د هیمودیالیز څانګې خدماتو کې د پام وړ ښه والی راغلی او د یاد روغتون مسؤلین هڅه کوي، چې د نورو برخو تر څنګ د هیموډیالیز برخې ناروغانو ته هم غوره او معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي.