د عامې روغتیا وزارت له لوري د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۶:۸
MOPH

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، د وزارت مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان، UNODC، د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر، UNDP، اروپایي ټولنې او جاپان سفارت استازو، روغتیایي کارکوونکو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني نشه یي توکي د پر مختګ مانع او د اسلامي شریعت له نظره حرام وبلل او زیاته یې کړه، نشه یي توکي یوازې یوه فرد ته زیان نه رسوي، بلکې د ټولنې او هېواد پرمختګ او اقتصاد ته هم ستر زیان رسوي.

دغه راز، ښاغلي مرستیال نشه یي توکي یوه نړیواله ستونزه او پر وړاندې یې مبارزه د ټولو ګډ مسؤلیت وباله او ویې ویل: عامې روغتیا وزارت په پوره ژمنتیا سره د روږدو ناروغانو درملنې برخه کې هڅې کوي او په دې برخه کې یې د عامه پوهاوي پروګرامونو پراخول او د درملنې مرکزونو پیاوړتیا او ظرفیت لوړونه ښه مثالونه دي.

همدارنګه، د خوړو او درملو مرستیال وویل: د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان پر اساس ټول هېواد کې د نشه یي توکو د کښت مخه نیول شوې او هیڅوک نه شي کولای نشه یي توکي وکري.

 هغه زیاته کړه، څوک چې په سیمه ییزه او نړیواله کچه د نشه یي توکو په تکثیر، عامولو او دودولو کې هڅې او مرستې کوي، باید مخه یې ونیول شي؛ څو د دې ناوړه پدیدې له شر او ضرر څخه انسانان خوندي شي.

دغه راز، د روږدو درملنې ملي برنامې رئیس الحافظ انعام الله عمار وویل: په تېر کال کې د څه باندې ۴۵ زره روږدو درملنه شوې او شاوخوا ۳۰۰ زرو کسانو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه تر سره شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې په یاده غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د UNODC، روغتیا نړیوال سازمان او اروپایي ټولنې استازو د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې، عامه پوهاوي او ترسره شویو پرمختګونو په اړه هر اړخیزې ویناوې ترسره کړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS