د عامې روغتیا وزارت مرستیال د الشفاء روغتون له ترمیماتي او ساختماني چارو څخه لیدنه وکړه
عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل پلاوي په کابل کې د الشفاء روغتون له ترمیماتي او ساختماني چارو څخه لیدنه وکړه:
په دې لیدنه کې ښاغلي مرستیال د الشفاء روغتون ریفورم او د خدماتو پیل د هېواد له مهمو اړتیاوو څخه وباله او اړونده مسؤلینو ته يې د یاد روغتون د ترمیماتي او ساختماني چارو د ژر بشپړېدنې او د چارو پر مهال معیاراتو ته د پاملرنې په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.
د یادونې وړ ده، د عامې روغتیا وزارت د هېواد روغتیایي سیستم د ځان بسیاینې لپاره هڅې پیل کړي، چې د الشفاء روغتون هم د یادو هڅو بېلګه ده؛ د دغه روغتون د خدماتو په پیل سره به ولسونه په کور دننه له ډېرو تخصصي او معیاري روغتیایي خدماتو څخه برخمن شي.
