د عامې روغتیا وزارت مرستیال په پکتیا کې د سپاهي‌خېلو روغتیايي مرکز څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۳:۵۵
moph

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي پکتیا ولایت ته سفر په ترڅ کې د گردیز ولسوالۍ له سپاهي خیل روغتیایي مرکز څخه لیدنه وکړه

د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال د يادې لیدنې پر مهال د روغتون بېلابېلې څانګې او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر وکاته او د شته ستونزو د حل په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

هغه د بستر ناروغانو احوال هم واخیست او روغتیايي کارکوونکو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د مسلکي چلند ترڅنګ د ناروغانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په ښه والي کې لا ډېرې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۳۷
Background image

د جرمني هېواد نهه کسیز طبي ټیم په بامیان ولایتي روغتون کې دوه‌اونیز طبي او جراحي مأموریت ترسره کوي

ياد ټیم د عامې روغتيا وزارت په همغږۍ او د آغاخان روغتیايي خدمتونو (AKHS) مؤسسې په همکارۍ کابل ته رارسیدلی او ټاکل شوې چې د دوو اونیو په ترڅ کې به بامیان ولایتي روغتون کې اړمنو ناروغانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۳۰
Background image

د سمنګان ولایت روغتیايي مرکزونو ته د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت څه باندې ۴۰ قلمه طبي توکي وسپارل شول

دغه طبي توکي د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ د MMRCA مؤسسې په همکارۍ پېرل شوي وو او د سپارلو مراسم يې د سیمه‌ییزو مسؤلینو او اړوندو ادارو د استازو په شتون کې ترسره شول.

په دې مراسمو کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال په زرمت ولسوالۍ کې د سورکۍ بنسټیز روغتیايي مرکز څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني خپل تخنیکي پلاوي سره د سفر په ترڅ کې د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ سورکۍ بنسټیز روغتیایي مرکز څخه. . .

BACK TO NEWS