د عامې روغتیا وزارت مرکزي تخصصي او ثالثي روغتونونو (۱۲۹) مسلکي خالي بستونو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه واخیستل شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۰:۵۰
MOPH

یاده ازموینه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري په بېلا بېلو طبي څانګو کې له ۲۴۳ په شرایطو برابرو کسانو څخه واخیستل شوه، چې په پرانیستې کې یې د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو رئیس شیخ مولوي محمد طاووس طارق، د ملکي خدمتي کارکوونکو د ګمارنې چارو د اسانتیاوو رئیس مولوي محمد حنان حقاني او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و

د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت ګډونوالو ته د خپلې وینا پر مهال طبي برخه کې د مسلکي کسانو ګمارل اړین ګام یاد کړ او ویې ویل: (دغه ازموینه به په شفاف ډول د ژبني، سمتي او نژادي توپیر پرته په شرایطو برابرو نوماندانو څخه واخیستل شي، چې پایله کې به یې د وړتیا پر اساس مسلکي او وړ کسان په دندو ګمارل کېږي).

همدارنګه، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یادې ازموینې بشپړ روڼتیا ډاډ څرګند او ویې ویل، عامې روغتیا وزارت د روغتیايي سیسټم پیاوړتیا او معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه ژمن دی، چې د روغتیا برخه کې وړ او مسلکي کسان وګماري؛ ترڅو ټولو هېوادوالو ته غوره خدمتونه وړاندې شي.

دغه راز د عامې روغتیا وزارت کارکوونکو چارو لوی رئیس عرفان الله کریمي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئیس شیخ مولوي محمد طاووس طارق، او د ملکي خدمتي کارکوونکو د ګمارنې چارو اسانتیاوو رئیس مولوي محمد حنان حقاني هم د ازموینې ګډونوالو ته خپلې ویناوې ترسره او د هغوی د بریالیتوب هیلې یې څرګندې کړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۹:۵
Background image

د پولیو وضعیت او د رسنیو رول په اړه د خبریالانو او سکتوري ادارو د ویندویانو لپاره معلوماتي او روزنیز ورکشاپ ترسره شو

په دې ورکشاپ کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس ډاکټر عبدالقدوس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۳:۳۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د اندراګاندي ماشومانو روغتون د خدماتو بهیر وڅېړ

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په اندراګاندي د ماشومانو درملنې روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو له بهیر څخه. . .

BACK TO NEWS