د عامې روغتیا وزارت څارنې او پلټنې ریاست له لوري په مرکز کابل کې له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو
د یاد نظارت په ترڅ کې چې موخه یې په ټول هېواد کې له دولتي او خصوصي روغتونونو بشپړ نظارت، د چارو شفافیت او په معیاري توګه هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول دي، د نظارت رئیس ډاکټر کریم الله حلیمي او مل پلاوي د مسعو مصطفی معالجوي کلینیک، سما معالجوي کلینیک، یونیک نسایي ولادي، سالم، کابل کمپلکس، کابل آسیا، لاجور احمدزي ۲۰ بستریز او البدر معالجوي روغتونونو له ټولو څانګو څارنه ترسره او روغتیايي پرسونل ته یې سپارښتنې وکړې، چې د ستونزو حل او درملنې برخو کې له هیڅ ډول هڅو او کوښښونو درېغ ونه کړي.
نوموړي دغه راز په روغتونونو کې د ناروغانو احوال له نږدې واخیست، هغوی ته یې د روغتیا هیله څرګنده او د غوره خدمتونو وړاندې کېدو ډاډ یې ورکړ.