د کابل ښار سید نورمحمد شاه مینې لېسه کې د څه باندې ۲۰۰۰ زدهکوونکو په شتون کې د نشهيي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو
یاد پروګرام چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، په کې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د ځوانانو پر رول، د روږدیتوب د مخنیوي پر ارزښت، د روږدیتوب لاملونو، د نشه یي توکو مخنیوي برخه کې د کورنیو او ملګرو رول، د ټولنیز لید له مخې د خطرونو پر وړاندې د مبارزې لارو چارو او پر ټولنې باندې د روږدیتوب د منفي اغېزو په اړه ګډونوالو ته معومات وړاندې شول.
همدارنګه، د یادې لېسې مسؤلینو او استادانو د دغه ډول پروګرامونو له جوړېدو څخه هرکلی وکړ او دا ډول پروګرامونه یې د نشه يي توکو مخنیوي برخه کې اغېزمن وبلل.
