د عامې روغتیا وزارت څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري په لومړي ځل د روغتیايي معلوماتو د مدیریت او په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د هغې پلي کولو سیسټم (P-HMIS) معرفي شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۰:۱۶
moph

دا سیسټم د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رییسانو او د کابل خصوصي روغتونونو د مسؤلینو په شتون کې ګډونوالو ته معرفي شو.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خصوصي روغتیایي مرکزونو کې د روغتیايي معلوماتو مدیریت سیسټم پرانیستل د هېواد روغتیا برخه کې یو اغېزمن ګام او لویه لاسته راوړنه وبلله او د خصوصي روغتونونو له مسؤلینو یې وغوښتل، چې یاد سیسټم په روغتونونو کې پلي کړي.

د عامې روغتیا وزیر همداراز، د خصوصي روغتیايي سکټور له فعالیتونو مننه وکړه او دا سکټور یې د روغتیا وزارت یو پیاوړې برخه یاده کړه.

ښاغلي وزیر زیاته کړه، موږ هڅه کوو موجوده تشې ډکې کړو او د کره روغتیايي معلوماتو راټولولو پر بنسټ د خصوصي او امارتي سکټورونو لپاره د اوږدمهاله کړنلارو او پلانونو په جوړولو کې اړینې پرېکړې وکړو.

د یادې ناستې په دوام د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د روغتیايي معلوماتو مدیریت سیسټم چمتو کولو کې د برخه اخیستونکو کسانو مننه وکړه او ویې ویل: د خصوصي روغتیایي سکټور فعالیتونه د ستایلو دي او موږ هڅه کوو، چې د روغتیايي معلوماتو مدیریت سیسټم د دې سکټور سره په همغږۍ پلی کړو؛ ترڅو وکولای شو پر ټاکلي وخت د روغتیا برخې کره معلومات راټول او له مخې یې راتلونکي پلانونه جوړ او اړینې پرېکړې وکړو.

دغه راز، د څارنې او پلټنې لوی رییس، ډاکټر عنایت الله عنایت د روغتیايي معلوماتو مدیریت سیسټم د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه کولو،  لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونو جوړولو، ناروغیو مخنیوي او د خلکو د هوساینې لپاره اغېزمن وباله او په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې یې د هغې پلي کول ضروري یاد کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د عدلي طب ریاست په تخنیکي همکارۍ د ختیځ زون د عدلي طب مسؤلینو او ډاکټرانو ته د کتلوي پېښو مدیریت تر سرلیک لاندې ۵ ورځنی ټریننګ پیل شو

د یاد ټریننګ د پرانېستې پر مهال د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف وویل: (عدلي طب یو مهم او حساس مسلک دی، نو د قضیو د څېړلو پر مهال د ریښتینولۍ اصل په نظر کې نیولو سره له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت له رئیسانو او کارکوونکو سره د چارو ښه والي او پر وخت تر سره کېدو په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د مقام دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، مرکزي رئیسانو او د وزارت کارکوونکو شتون درلود، د. . .

BACK TO NEWS