د عامې روغتیا وزارت کتلوي معافیت ملي برنامې ریاست، یونیسیف ادارې او تطبیق کوونکو مؤسسو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه ناسته ترسره شوه

یاده ناسته چې د کتلوي معافیت ملي برنامې مرکزي دفتر په تالار کې وشوه، په کې شته ستونزو ته د رسېدنې او ادارو ترمنځ لا زیاتې همغږۍ اړوند خبرې ترسره شوې.
د کتلوي معافیت ملي برنامې مسؤل، ډاکټر عبدالحکیم همت د با کیفیته خدمتونو وړاندې کول او واکسیناتورانو ته پر وخت د معاشاتو ورکول، له خپلو کاري لومړیتوبونو وباله او په یونیسیف ادارې او تطبیق کوونکو مؤسسو یې شته ستونزو حل ته د ټینګار ترڅنګ له هغوې وغوښتل، چې د چمتو شوي پلان سره سم د کتلوي معافیت ملي برنامې برخه کې خپل فعالیتونه مخ ته یوسي.
بل لور، د یونیسیف او تطبیق کوونکو مؤسسو استازو پر ټاکلي وخت ستونزو ته د رسېدنې او پلان سره سم د خدمتونو وړاندې کولو ژمنه وکړه او پرېکړه وشوه، چې د راتلونکو ستونزو مخنیوي لپاره یو ګډ پلان چمتو شي.