د عامې روغتیا وزير د هسپانیې له سفیر سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۸:۴۸
moph

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزير، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د هسپانیې له سفیر، ریکارډو لوزا  سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد  د افغانستان لپاره د هسپانیې سفیر سره په دې وروستیو کې په بامیان ولایت کې د څو تنو هسپانوي سیلانیانو د مړینې او څو نورو د ټپي کېدو له امله خواخوږي څرګنده کړه.

 له بل لوري د هسپانیې هېواد سفیر د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ څخه د بامیان ولایت په وروستۍ پېښه کې د ټپي شویو هسپانوي سیلانیانو روغتیايي حالت ته د رسېدنې او درملنې په موخه مننه وکړه او د خپلو دومداره همکاریو ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د نشه يي توکو سره د مبارزې او عامه پوهاوې په موخه د بایسیکل ځغلولو سیالۍ تر سره شوه

د عامې روغتیا وزارت له لوري د نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې په همکارۍ، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي په موخه د بایسیکل ځغلولو سیالۍ تر سره شوه.

 دا سیالۍ چې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۳۸
Background image

په ترکیه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت روغتیايي اتشې د انقرې سرې میاشتې له رئیس سره ولیدل

په ترکیه کې د ا.ا.ا د سفارت روغتیايي اتشې، متخصص دوکتور فضل الله سیرت د ترکیې د انقرې سرې میاشتې له رئیس، ډاکټر محمد سیلای سره لیدنه تر سره کړه

په دې لیدنه کې دواړو خواوو روغتیا برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۲:۵۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روږدو ناروغانو د درملنې ملي برنامې ریاست له لوري د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په همدې موخه جوړ شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د روغتیا نړیوال سازمان او UNODC استازو. . .

BACK TO NEWS