د عامې روغتیا وزیر ایران هیواد ته سفر

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي ایران هیواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې چې څو ورځې به جریان ولري د بقیة الله له روغتون او پوهنتون څخه لیدنه تر سره کړه.
ښاغلي وزیر په دې لیدنه کې د روغتون او طبي پوهنتون له مسؤولینو سره د روغتیایي تجاربو په شریکولو ، د روغتیایي کارکوونکو په ظرفیت لوړونې او د ګڼ شمېر نورو اړینو موضوعاتو اړوند خبرې وکړې.
ښاغلي وزیر ته د یاد روغتون او پوهنتون مسؤولینو د افغان روغتیایي کارکوونکو د ارتقاء ظرفیت اړوند ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه چې د لنډ مهاله او اوږدمهاله برنامو له لارې به همکاري جاري ساتو تر څو د تجاربو په شریکولو د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې لپاره لا کار وشي.
د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د هیواد په داخل او خارج کې د روغتیایي کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې لنډ مهاله او اوږدمهاله برنامې برابرې او په هیواد کې د شته تخصصي برخو لا پراختیا ته زمینه مساعده کړي.