د عامې روغتیا وزیر د افغانستان لپاره د یونیسیف ادارې له مشر سره لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۶:۱
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د یونیسیف ادارې له مشر، ښاغلي ډاکټر تاج الدین اوېلا او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې چې یو شمېر ولایتي رئیسانو هم شتون درلود د تطبیق کوونکو مؤسسو د خدماتو پر ارزونې، د روغتیايي خدماتو د کیفیت پر ښه والي، روغتونونو ته پر ټاکلي وخت د درملو رسولو او د افغانستان روغتیايي سیستم د پیاوړتیا اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د هېواد په ولایتونو کې د تطبیق کوونکو مؤسسو له لوري د وړاندې کېدونکو خدماتو څخه په ګډ معیاري نظارت، ارزونې او شفافیت ټینګار وکړ او د یونیسیف ادارې له مسؤلینو یې وغوښتل، چې روغتونونو ته اړین طبي وسایل او درمل په ټاکلي وخت انتقال او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي برخې ته لا زیاته پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۵۵
Background image

د اقاخان خیریه بنسټ له لوري د تخار ولایتي روغتون سره د شاوخوا یو نیم میلیون افغانیو په ارزښت د ۷۶ قلمه اړینو درملو مرسته وشوه

دغه درمل د تخار عامې روغتیا رئیس مولوي شیخ میر صدام، د آقاخان خیریه بنسټ مسؤلینو او د ولایتي روغتون د استازو په شتون کې یاد روغتون ته وسپارل شول.

د تخار ولایت د عامې روغتیا رئیس د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۴۸
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ۲۰۲۶ز کال لپاره د پولیو (ګوزڼ) واکسین د لومړي ملي کمپاین پرانیسته کې ګډون وکړ

دغه کمپاین د نړیوالو ادارو په ملاتړ د روان مېلادي کال د اپرېل له ۱۳مې تر ۱۶مې نېټې پورې د دریو ورځو لپاره د هېواد په ټولو حوزو کې پلی کېږي، چې په ترڅ کې به یې شاوخوا (۱۲،۶) میلیونه له. . .

BACK TO NEWS