د عامې روغتیا وزیر د بې پولې ډاکټرانو بنسټ له مشر سره لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۰:۴۰
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو  بنسټ له مشر میکایل لیپي سره لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې چې د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو مشر او استازو ګډون کړی و، په هېواد کې د بې پولې ډاکټرانو اړوند روغتیایي مرکزونو او روغتیايي خدمتونو ښه والي په اړه  خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نورجلال جلالي د روغتیایي سکتور سره د یادې ټولنې د مرستو پر لا ډیره همغږي او پراختیا اړینه وګڼله او په دې برخه کې یې د یادې ټولنې کړنې وستایلې.

د بې سرحده ډاکټرانو مشر ښاغلي میکایل لیپي په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د لاښه کېدو او دې برخې ته د لا نورې پراختیا ورکولو اړوند د وړاندې په څیر تعهد څرګند کړ او د خدماتو پر کیفیت او همغږۍ یې تاکید وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۱۹
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د خوراکي توکو، درملو او روغتیایي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون معرفت غونډه ترسره شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث نور الحق انور، د کابېنې غړو، د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د وزارت مرستیالانو، عمومي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۴:۱۲
Background image

د جوزجان ۲۰۰ بستریز روغتون ته د ۵۰ زره ډالرو په ارزښت نوي طبي تجهیزات ورکړل شول

د دې تجهیزاتو د سپارلو مراسم د جوزجان د عامې روغتیا رئیس قاري ذبیح الله حسیني، د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سیف الدین معتصم او د دغه ولایت د سیمه ییزو ادارو د یو شمېر مسؤلینو په شتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۳:۵۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ پنځلسمه ناسته تر سره شوه

دا ناسته د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ، د وزارت د مرستیالانو، مقام د دفتر لوی رئیس، مرکزي رئیسانو او مشاورینو په شتون کې ترسره شوه، چې په کې د تطبیق کوونکو. . .

BACK TO NEWS