د عامې روغتیا وزیر د خوست ولایتي روغتون څخه لیدنه وکړه
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د مل پلاوي سره په ګډه د خوست ولایتي روغتون له خدمتونو لیدنه ترسره کړه.
په دې لیدنه کې چې د خوست ولایت د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر احمد یې ملتیا کوله د ولایتي روغتون له بېلا بېلو روغتیايي څانګو څخه د لیدنې ترڅنګ یې د روغتیايي کارکوونکو سره هم ولیدل، دهغوۍ ستونزې او وړاندیزونه یې واورېده او د حل ډاډ یې ورکړ.
ښاغلي وزیر په دې روغتون کې د اکمال تخصص برنامې پیاوړي کېدل، او د ټرینرانو او ټریني متخصصینو لپاره د یو مناسب چاپېریال رامنځته کول اړین یاد کړل او په دې برخه کې یې د بشپړې پاملرنې ډاډ ورکړ.
نوموړي همداراز د یاد روغتون د تشکیل زیاتوالي، روغتیايي خدمتونو پراخېدو او د طبي تجهیزاتو برابرېدو لپاره په دې ولایت کې د تطبیق کوونکو مؤسسو استازو ته لازمې سپارښتنې وکړې؛ څو په دې برخه کې اړین اقدامات ترسره کړي