د عامې روغتیا وزیر د فرخار ولسوالۍ اړوند لجده فرعي روغتیايي مرکز څخه لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۹:۴۸
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکتر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي تخار ولایت د خپل سفر په ترڅ کې د فرخار ولسوالۍ اړوند لجده فرعي روغتیايي مرکز څخه لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په یاد روغتیايي مرکز کې د خدمتونو د وړاندې کېدو له بهیر څخه د لیدنې سربېره له روغتیايي کارکوونکو څخه مننه وکړه او له هغوی یې وغوښتل، چې د ناروغانو روغتیایي ستونزو د حل او درملنې په برخه کې له هیڅ ډول هڅو او کوښښونو څخه درېغ ونه کړي.

له بل لوري د یاد روغتیايي مرکز کارکوونکو د عامې روغتیا وزیر سفر تخار ولایت ته د روغتیايي حالت د ارزونې په موخه یو اړین ګام یاد کړ او ژمنه یې وکړه، چې د ناروغانو روغتیايي ستونزو ته د رسېدو او درملنې په برخه کې به له هیڅ ډول هڅو او کوښښونو درېغ ونه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۸:۳۰
Background image

د عامې روغتیا وزیر له نړیوالو تمویلوونکو سره د روغتیايي خدماتو پر پیاوړتیا خبرې وکړې

د افغانستان ا.ا د عامې روغتيا وزير ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د نړیوالو تمویلوونکو بنسټونو UNFPA، UNDP، نړیوال بانک ، ګلوبل فنډ ، GAVI ، ADB او اروپایي ټولنې له استازو سره پر لیکه مجلس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۲۴
Background image

د کندز ولایت د ګلتپې ولسوالۍ په ارباب موسی کلي کې یوه نوې روغتيايي ځاله پرانيستل شوه

د دغې روغتيايي ځالې پرانيسته د کندز ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمدالله حکمت، د BDN دفتر د شمال‌ختیځ زون مسؤل ډاکټر عبدالحسیب صاحبزاده، د سیمې د مشرانو او اوسېدونکو په شتون کې ګټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۱۶
Background image

د کابل ښار سید نورمحمد شاه مینې لېسه کې د څه باندې ۲۰۰۰ زده‌کوونکو په شتون کې د نشه‌يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، په کې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو. . .

BACK TO NEWS