د عامې روغتیا وزیر د قطر هیواد د بهرنیو چارو له وزیرې سره وکتل

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۵:۳۹
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي قطر هېواد ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د بهرنیو چارو له وزیرې لوء لوء الخاطر سره وکتل

 په دې کتنه کې چې په قطر هېواد کې د اسلامي امارت سفیر، ښاغلي ډاکټر محمد نعیم وردګ یې هم ملتیا کوله د افغانستان روغتیايي سیستم د پیاوړتیا، د روغتیا په برخه کې د افغانستان اوسېدونکو ته د نړیوالو مرستو لپاره د لارو چارو، دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او په روغتیايي برخه کې د قطر هېواد د همکارۍ اړوند بحث او خبرې ترسره شوې، چې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیرۍ او روغتیايي مسؤلینو له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړل شو او په دې برخو کې یې د دوامداره همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۷
Background image

د ابن سینا صدري، ملالۍ، رواني روغتیا، کیور او نور IAM په تخصصي روغتونونو کې د اکمال تخصص پروګرام د پرمختګ درېیم پړاو نظارت ترسره شو

دا نظارت د اکمال تخصص پروګرام د نیمګړتیاوو او متخصصو ټرینرانو او ټريني ډاکټرانو د ستونزو حل په موخه د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د عملیاتي ریاست د نظارتي ټیمونو له لوري د ابن سینا صدري،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۵۵
Background image

د اقاخان خیریه بنسټ له لوري د تخار ولایتي روغتون سره د شاوخوا یو نیم میلیون افغانیو په ارزښت د ۷۶ قلمه اړینو درملو مرسته وشوه

دغه درمل د تخار عامې روغتیا رئیس مولوي شیخ میر صدام، د آقاخان خیریه بنسټ مسؤلینو او د ولایتي روغتون د استازو په شتون کې یاد روغتون ته وسپارل شول.

د تخار ولایت د عامې روغتیا رئیس د. . .

BACK TO NEWS