د عامې روغتیا وزیر په خپل کاري دفتر کې د انترساس نړیوالې موسسې عمومي رییس سره ولیدل

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۹:۲
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د انترساس نړیوالې موسسې عمومي رییس ښاغلي (ماهر الشون) او د دغه ادارې مسئولینو سره لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د روغتیایي برخې پر اولیتونو، د روږدو کسانو په درملنې، د خوارځواکه ناروغیو برخې  ته په پاملرنې، د روغتیایي خدمتونو کیفیت معیاري کولو او لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو په رسېدنې بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نور جلال جلالي په خپلو خبرو کې د افغانستان روغتیايي برخې د پیاوړتیا لپاره د نړیوالو بنسټونو همکاري اړینه وبلله او د یادې ادارې له مسئولینو یې غوښتنه وکړه، چې د لرې پرتو سیمو خلکو ته د مور او ماشوم پاملرنې سربېره معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي، تر څو یادې برخې ته د لرې پرتو سیمو خلکو لاس رسی پیدا او روغتیايي ستونزې یې راکمې شي.

یاده ناسته کې د انټرساس نړیوالې موسسې مسئولینو په افغانستان کې روغتیايي برخې سره د خپلې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۴۵
Background image

غور ولایت کې د روغتیایي مرکزونو د بیا رغونې ۱۳ پروژې او ۲۲ د اوبو رسونې سرچینو د ترمیم چارې په بریالیتوب سره بشپړې شوې

د دغه ولایت د الفاروق، ساغر، پسابند و لعل او سرجنگل ولسوالیو کې ۱۱ روغتیایي مرکزونه له بشپړې بیارغونې وروسته یې بېرته خپل فعالیتونه پیل کړل.

په دې بیارغونه کې روغتیايي کتنځایونه، نسایي. . .

BACK TO NEWS