د عامې روغتیا وزیر په خپل کاري دفتر کې د ایمرجنسي ادارې له عمومي مشرې سره لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۰:۵۳
MOPH

د افغانستان اسلامې امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د ایمرجنسي ادارې له عمومي مشرې، اغلې روسیلا میکیو سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ایمرجنسي روغتونونو له لوري پر وړاندې کېدونکو خدماتو د خبرو سربېره د ظرفیت لوړونې برخه کې د لنډ مهاله او اوږدمهاله برنامو په لاره اچولو، د شته روغتیايي خدماتو پر پراختیا، معلولیت لرونکو ناروغانو لپاره د خدماتو برابرولو او په ایمرجنسي روغتونونو کې د تخصصي برنامو د پیل اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د افغانستان روغتیايي برخې د پیاوړتیا لپاره د نړیوالو روغتیايي ادارو مرسته اړینه وبلله او د روغتیايي خدماتو د پراختیا ترڅنګ یې د افغان روغتیايي پرسونل لپاره د ظرفیت لوړونې برنامو برخه کې د یادې ادارې له عمومي مشرې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

بل لور د یادې ادارې عمومي مشرې د خپلې وینا پر مهال وویل: "موږهڅه کوو، چې د روغتیا په برخه کې پر اساسي او دوامداره کار برسېره خپل خدمات لا پراخه کړو، ژمن یو چې د نړیوالې ټولنې په مرسته روغتیا وزارت سره په دغه برخه کې لا زیات همکاران را جلب او شته ستونزې حل کړو".

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۳:۴۳
Background image

فراه ولایت کې د یو ملي سوداګر له لوري د شاوخوا ۳۵۰ زره ډالرو په لګښت يو روغتيايي (OPD) مرکز جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

د دغه روغتيايي مرکز د پرانیستې مراسمو کې د فراه ولایت د عامې روغتیا رئیس، مولوي شيخ مير "صدام" له یاد ملي سوداګر څخه مننه وکړه او په نورو ملي سوداګرو یې هم غږ وکړ، چې د ورته خیریه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۰:۴۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د HER پروژې د شاخصونو د ټاکلو په موخه له نړیوال بانک او UNICEF سره ناسته

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د HER پروژې اړوند شاخصونو او موخو ټاکلو په اړه د نړیوال بانک او یونیسیف ادارې له تخنیکي همکارانو سره ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۰:۳۹
Background image

د هرات ولایت د شرکتونو او درملو عمده پلورنځیو د سروې او بیاکتنې کمېټې د یو شمېر شرکتونو سروې وکړه

په دې سروې کې د قادر هروي درملو مارکیټ کې (۱۸۹) عمده پلورنځي او د وارداتي او تولیدي شرکتونو بېلا بېلو څانګو دفترونه، چې د هرات ښاروالۍ په پنځمه ناحیه کې موقعیت لري، سروې شول.

دغه سروې. . .

BACK TO NEWS