د عامې روغتیا وزارت د HER پروژې د شاخصونو د ټاکلو په موخه له نړیوال بانک او UNICEF سره ناسته

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۰:۴۳
moph

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د HER پروژې اړوند شاخصونو او موخو ټاکلو په اړه د نړیوال بانک او یونیسیف ادارې له تخنیکي همکارانو سره ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت‌الله "عنایت" په مشرۍ، د نړیوال بانک او UNICEF له تخنیکي همکارانو سره د HER پروژې اړوند شاخصونو او هدفونو ټاکلو په موخه ترسره شوه، چې په کې د وزارت د لومړیتوبونو پر بنسټ د HER پروژې څلور شاخصونه (CYP، سي‌سکشن Cesarean section، جراحي عملیاتونه، او د ماشومانو مصابیتونه) وڅېړل شول.

د ناستې ګډونوالو په ځانګړي ډول د وزارت د اړوندو برخو استازو ټینګار وکړ، چې له یادو شاخصونو څخه باید CYP او ستر جراحي عملیاتونه د HER پروژې د اصلي هدفونو په توګه پاتې شي.

یاده ناسته کې پرېکړه وشوه، یاد هدفونه چې وړاندې به د ولایت په کچه د UNICEF دفتر لخوا د  تطبیق کوونکې مؤسسې سره محاسبه کېدل، له دې ناستې وروسته به دا محاسبه د کلینیکونو په کچه عملي کېږي؛ تر څو هغه کلینیکونه چې په ټیټه کچه روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي، تمرکز پرې زیات او فعالیتونه یې معیاري شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۲۷
Background image

ډاکتر نعیم‌الله ایوبي په بنګله‌دېش کې د صادراتو ادارې له مشر سره د درملو پر صادراتو خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، ډاکتر نعیم‌ الله ایوبي بنګله‌ دېش ته د سفر په ترڅ کې د ياد هېواد د صادراتو د پراختیا ادارې له رئیس، محمد حسن عارف سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۱:۵۰
Background image

مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان له مرستیال سفیر او د درملو شرکتونو له پلاوي سره د روغتیايي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد له مرستیال سفیر، ښاغلي جمشید بدلوف او د یاد هېواد د درملو جوړولو شرکتونو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۰:۴۹
Background image

الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي په بنګله‌دېش کې د درملو د تنظیم ادارې له مشر سره وکتل

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس الحافظ ډاکټر نعیم‌ الله ایوبي او مل تخنیکي ټیم بنګله ‌دېش ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د درملو د. . .

BACK TO NEWS