د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له هرات ولایت روغتیایي چارواکو او نړیوالو همکارانو سره ګډه ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۳:۲
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د هرات ولایت د عامې روغتیا له رئیس، روغتیایي کارکوونکو، د نړیوالو ادارو له استازو او تطبیق کوونکې مؤسسې له مسؤلینو سره ګډه ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې د هرات ولایت د عامې روغتیا رئیس مولوي محمد طالب شاهد، د یاد ریاست مرستیال ډاکټر حنیفي او د نړیوالو اداراو استازو خپلې ویناوې واورولې او د هرات عامې روغتیا مرستیال د دې ولایت د روغتیایي خدماتو اړوند مفصل معلومات وړاندې کړل.

 د عامې روغتیا وزیر، د خپلو خبرو په ترڅ کې روغتیایي کارکوونکو ته د روغتیایي خدماتو د کیفیت ښه والي اړوند لازمې سپارښتنې ترسره او له هغوی یې وغوښتل، چې ناروغانو سره د ښه چلند سربېره د هغوی روغتیايي ستونزو ته بشپړه رسېدنه وکړي.

ښاغلي وزیر همداراز، د خپلې وینا په ترڅ کې د تطبیق کوونکې مؤسسې او نړیوالو ادارو له استازو د شفافیت او اړتیا پر مهال روغتیا سکټور سره د همکارۍ اړوند خبرې شریکې کړې.

د غونډې په پای کې د هرات ولایت روغتیایي مسؤلینو او د نړیوالو روغتیایي ادارو استازو د خپلې ژمنتیا څرګندونې ترڅنګ شریکو شویو سپارښتنو ته د بشپړې پاملرنې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۷
Background image

د ابن سینا صدري، ملالۍ، رواني روغتیا، کیور او نور IAM په تخصصي روغتونونو کې د اکمال تخصص پروګرام د پرمختګ درېیم پړاو نظارت ترسره شو

دا نظارت د اکمال تخصص پروګرام د نیمګړتیاوو او متخصصو ټرینرانو او ټريني ډاکټرانو د ستونزو حل په موخه د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د عملیاتي ریاست د نظارتي ټیمونو له لوري د ابن سینا صدري،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۵۵
Background image

د اقاخان خیریه بنسټ له لوري د تخار ولایتي روغتون سره د شاوخوا یو نیم میلیون افغانیو په ارزښت د ۷۶ قلمه اړینو درملو مرسته وشوه

دغه درمل د تخار عامې روغتیا رئیس مولوي شیخ میر صدام، د آقاخان خیریه بنسټ مسؤلینو او د ولایتي روغتون د استازو په شتون کې یاد روغتون ته وسپارل شول.

د تخار ولایت د عامې روغتیا رئیس د. . .

BACK TO NEWS