د غزني ولایت سيمه ييز تخصصي روغتون ته د ۶.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۴۹ قلمه طبي وسایل ولېږدول شول
د غزني ولایت د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ، د یاد ولایت سيمه ييز تخصصي روغتون د اړتیاوو پوره کولو په موخه، د شاوخوا شپږ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۴۹ قلمه بېلابېل طبي وسایل چمتو او دغه روغتون ته ولېږدول شول.
د غزني د عامې روغتیا رئیس، مولوي فضلي احمد شفیعالله د یادو طبي وسایلو برابرول د روغتون د بېلابېلو څانګو د اړتیاوو پوره کولو، د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړولو او ناروغانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو برخه کې مهم وبلل.
نوموړي زیاته کړه، چې زموږ موخه د روغتیايي خدمتونو ښهوالی او هېوادوالو ته پر وخت او باکیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کول دي.
