د فاریاب روغتیا ریاست د اندخوی په څلورو ولسوالیو کې له عامه او خصوصي روغتیايي مرکزونو پراخ نظارت ترسره کړ

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۱ - ۱۶:۴۰
moph

د فاریاب ولایت عامې روغتیا ریاست نظارتي ټيم د څارنې او پلټنې امر ډاکټر عجب‌ خان حمیدي په مشرۍ د اندخوی څلورو ولسوالیو په مرکزونو کې له ټولو دولتي او خصوصي روغتیايي مرکزونو، شخصي کلینیکونو، لابراتوارونو، درملتونونو، د خوړو تولیدي فابریکو، د خوراکي توکو له ګودامونو، پلورنځيو او په آقینې بندر کې د خوراکي توکو د نمونې اخیستنې بهیر څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد نظارت پایله کې د یو شمېر خصوصي روغتیايي مرکزونو څانګې، ۱۴ روغتیایي کتنځایونه، ۲ لابراتوارونه او یوه د خوړو د تولید فابریکه د حفظ‌الصحې اصولو نه مراعتولو او قانوني اسنادو نه شتون له امله وتړل شو.

همداراز، ۵۷ قلمه بې‌ کیفیته خوراکي توکي، چې ټول وزن یې ۴ ټنه کېده، راټول او د ټاکل شوي ټیم په شتون کې له منځه یوړل شول.

سربېره پر دې، ۱۲۳ قلمه له نېټې تېر درمل، چې وزن یې یو ټن و، راټول او د له منځه وړلو په موخه د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ روغتون ته ولېږدول شول.

د یادونې وړ ده، چې د دغه نظارت پر مهال د اړوندو برخو کارکوونکو ته د خدماتو کیفیت ښه والي په موخه لازمې لارښوونې ترسره او روزنیز معلومات ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۳:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت لخوا د "ښه تولید طریقې" په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ ترسره شو؛ د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې هڅه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت نږدې یو څلوېښت تنو کارکوونکو ته د (ښه تولید طریقې پلي کولو) پنځه ورځنی ښوونیز ورکشاپ ورکړل شو.

له دې ښوونیزې پروگرام څخه هدف د کارکوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۳:۳۱
Background image

د رابعه بلخي روغتون څخه نظارت تر سره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت‌ الله عنایت او مل تخنیکي ټیم کابل کې له رابعه بلخي ملي او تخصصي روغتون څخه نظارت ترسره کړ

یاد نظارت چې موخه یې د هېواد دولتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۲۵
Background image

بلخ ولایت کې روغتیايي مسؤلینو او متخصصینو ته د فارماکو ویجیلانس (د درملو جانبي ضررونو څخه نظارت) تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

دا روزنیز ورکشاپ د درملو د منفي غبرګونونو د ثبت، څار او تحلیل په برخه کې ډاکټرانو او د ولسوالیو روغتیايي مسؤلینو او کارکوونکو ته د ظرفیت لوړولو په موخه پیل شو، چې په کې د عامې روغتیا. . .

BACK TO NEWS