د قرارداد د ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو  د قانون د دري  څلوېښتمې  مادې دوهمې فقرې په اساس ټولو ته  خبر ور کول کېږی، چې د افغان جاپان ساري ناروغیو درملنې روغتون په نظر کې لري، چې د ضرورت وړ یو  قلم ډیزل تېلو او دوه قلمه مبلایلو  قرارداد د (افغانستان نفتو او ګازو  امارتي شرکت) ته چې اوولسمه  ناحیه د خیرخانې کوتل کابل ـ افغانستان کې موقعیت لري د (2605000) د دوه میلیونه شپږ سوه پنځه زره افغانۍ مجموعي قیمت سره ورکړي.

حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې لري، کولای شي  چې خپله نیوکه د دغه اعلان  د نشر  څخه  له خپرېدو تر ۷ تقویمي ورځو پورې  په  لیکي  بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د افغان  جاپان ساري ناروغیو روغتون ته چې په شپږمه ناحیه، دارالامان د سناتوریم په تم  ځای کې موقعیت  لري د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې سره سم وړاندې کړي.

دا خبرتیا د قرارداد ورکولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۵۶
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، د دغه وزارت اړوند (د 1405 مالي کال . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۲:۷
Background image

د تړون ورکړې د پریکړې خبرتیا !

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې  د اندراګاندي د ماشومانو درملنې روغتون په پام کې لري لاندې تړون ګټونکي داو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۲:۲
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، د دغه وزارت اړوند (د 1405 مالي کال . . .

Back to tenders