د لغمان ولایت مهترلام ولايتي روغتون کې د ۱۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د کلچر معایناتو، HBS ،HCV (تور او سپين زیړي) د درجې معلومولو (PCR) نوې څانګه فعاله شوه
یاده څانګه د لغمان عامې روغتيا رياست په هڅو او روغتیا نړيوال سازمان په مالي ملاتړ جوړه او د یو شمېر مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې په فعالیت سره به یې د ناروغيو د دقيق تشخيص او ناروغانو درملنې برخه کې د پام وړ اسانتياوې رامنځته شي.
