د مالي او اداري چارو مرستیال د ارزاقو دولتي شرکت له رئیس سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱ - ۱۳:۱۱
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده په خپل کاري دفتر کې د ارزاقو دولتي شرکت له رئیس، مولوي عبدالرازق رفیع سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت له لوري دولتي شرکتونو ته د یو شمېر خوراکي توکو د پېرلو د قراردادونو د ورکړې اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده د هېواد د اقتصادي برخې پیاوړتیا په موخه دولتي شرکتونو ته د توکو د پېرلو او ورته نورو برخو کې د قراردادونو ورکړه یو اغېزمن ګام وباله او په همدې موخه یې د یاد شرکت سره د یو شمېر خوراکي توکو د پېرلو لپاره د قرارداد وروستي کولو په موخه یوه کمېټه جوړه او له غړو یې وغوښتل، چې په اړه یې لازم اقدامات ترسره کړي.

 

 له بل لوري د یاد شرکت رئیس له لوري په دې برخه د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر او د روسیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد له سفیر، ښاغلي دیمیتري ژیرنوف (Dmitry Zhirnov) او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه:

د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ورزشي ادارو په ګډه د اعتياد مخنیوي او د روغ شوي کسانو د بیا رغونې لپاره هڅې ګړندۍ کړې

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون له لوري، د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست سره په همغږۍ، د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د تداوي شويو ناروغانو د بیا. . .

BACK TO NEWS