د معالجوي طب لوی ریاست د روغتونونو رئیسانو او یو شمېر متخصصینو ته دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره کړ

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۰:۱۰
moph

دا دوه ورځنی ورکشاپ د معالجوي طب لوی ریاست د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تدوین په موخه د غضنفر روغتیایي علومو انسټېټیوټ په تالار کې د معالجوي طب عمومي ریاست په نوښت او د روغتیا نړیوال سازمان په تخنیکي ملاتړ ۴۰ متخصصینو او د روغتونونو رئیسانو ته ترسره شو.

د دې ورکشاپ موخه د معالجوي طب لوی ریاست لپاره د پنځه کلن ستراتېژیک پلان وړاندې کول او بیاکتنه وه، چې له وړاندې د یاد ریاست متخصصینو او مشاورینو له لوري چمتو شوی و.

په دې ورکشاپ کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، متخصصینو او د مرکز د ځینو روغتونونو رئیسانو او بېلا بېلو روغتیايي څانګو مسؤلینو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د دې ورکشاپ په اړه وینا ترسره او ټینګار یې وکړ، چې دا ورکشاپ په هېواد کې د باکیفیته روغتیایي خدماتو په وړاندې کولو کې یو نوی پیل کېدای شي او باید ځانګړې پاملرنه ورته وشي.

دغه راز، د معالجوي طب لوی رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي د دې ورکشاپ د موخې او اهمیت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او له متخصصینو یې وغوښتل، چې د دې ستراتېژیک پلان د کیفیت ښه کولو لپاره خپل نظرونه په مسؤلانه ډول وړاندې کړي، چې مسلکي متخصصینو د دې طرحې د بډایه کولو او پیاوړتیا په هدف د معالجوي طب لوی ریاست سره خپلې تجربې او نظرونه شریک کړل.

د یادونې وړ ده، چې د دې ستراتېژۍ د جوړولو موخه د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړول، د روغتونونو د بیا رغونې او ترمیمې چارو پروسې ښه کول، د مسلکي او غیر مسلکي کارکوونکو ظرفیت لوړول او په راتلونکي کې د اړوندو ادارو لپاره د غوره مدیریت په موخه د فرصتونه برابرول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۹:۵
Background image

د پولیو وضعیت او د رسنیو رول په اړه د خبریالانو او سکتوري ادارو د ویندویانو لپاره معلوماتي او روزنیز ورکشاپ ترسره شو

په دې ورکشاپ کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس ډاکټر عبدالقدوس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۳:۳۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د اندراګاندي ماشومانو روغتون د خدماتو بهیر وڅېړ

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په اندراګاندي د ماشومانو درملنې روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو له بهیر څخه. . .

BACK TO NEWS