د نشه یې توکو پر وړاندې اېچ آی وي، هیپټایټس د پوهاوي، ملاتړ راجلبولو او معلوماتي  دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱ - ۱۹:۳۸
MOPH

د عامې روغتیا وزارت او د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت کارکوونکو ته د اېچ آی وي، هیپټایټس د پوهاوي، ملاتړ راجلبولو او معلوماتي  دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

دغه دوه ورځنی ورکشاپ چې د ایډز، جنسي ناروغیو او هیپټایټس د مخنیوي ملي پروګرام له لوري پر لار اچول شوی و، د عامې روغتیا وزارت د بېلا بېلو ریاستونو او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت شاوخوا ۲۲ تنو کارکوونکی ګډون کړی و، چې د ایډز د مخنیوي پر لارو چارو، عامه پوهاوي، د اسلام له نظره د ایډز مخنیوي، د روږدو کسانو د درملنې، د اعتیاد د مخنیوي او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۴:۲
Background image

د كابل ولایت په ۱۷مه او ۴مه ناحیه کې له یو شمېر روغتونونو او كلينيكونو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت چې له روغتيایي تاسيساتو څخه د پلټنې رياست له لوري ترسره شو، پایله کې یې دوه روغتیایي مركزونه په ۱۷مه ناحیه او یو روغتون په ۴مه ناحیه کې له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له. . .

BACK TO NEWS