د ننګرهار ولایت ښيوې ولسوالۍ کې له یو شمېر روغتیایي مرکزونو، درملتونونو، لابراتوارنو، هوټلونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې په ترڅ کې یې ۵۰۰ کیلو ګرامه له نېټې تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول.
دغه راز، د یاد نظارت په پایله کې دوه درملتونونه، یو لابراتوار او یو د خوراکي توکو پلورنځی له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول؛ ترڅو د بې کیفیته او غیر معیاري خدماتو مخ نیوی وشي.